د رومینګ نړیوالو چوپړتیاوو سره تاسې کولای شئ، چې له افغانستان څخه بهر له خپل موبایل څخه ټولو شمیرو ته زنګ ووهئ. تاسې کولای شئ، چې په ډیر اسان ډول افغانستان او نورو هیوادونو ته خپلې کورنۍ او ملګرو ته زنګ ووهئ.
د رومینګ چوپړتیاوو سره اوسیدونکي هیواد کې یوې بلې شمیرې سره د اړیکو نیولو طریقه:
که تاسې په انګلستان کې یاست او غواړئ، چې انګلستان کې یوې شمیرې ته زنګ ووهئ، باید په لاندې ډول اړیکه ډایل کړئ:
0207 8XXXXXXX = (په انګلستان کې د سیمې کوډ) + (د خپلې خوښې شمیره).
مهرباني وکړئ، په یاد ولرئ چې د افغانستان تر پریښودلو وړاندې خپل حساب کې کافي کریډیت ډیر کړئ، ترڅو مو د اړیکو نیولو کوم خنډ رامینځته نه شي.
د رومینګ چوپړتیاوو سره یو بل هیواد ته اړیکې نیولو طریقه:
که تاسې په انګلستان کې یاست او غواړئ، چې دوبۍ کې یوې شمیرې ته زنګ ووهئ، باید په لاندې ډول اړیکه ډایل کړئ:
+937 8XXXXXXX = (د هیواد کوډ) + (د سیمې کوډ) + (د خپلې خوښې شمیره). مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، چې د یوې شمیرې تر ډایلولو وړاندې د دغه هیواد تر کوډ وړاندې+ ولیکئ.