د افغانستان اتصالات په اړه
د افغانستان اتصالات د  عربو متحده اماراتو اتصالات یو فرعي شرکت دی، چې په نړۍ کې یو له لویو مخابراتي شرکتونو څخه دی او په منځني ختیځ او افریقا کې مخکښ دی، چې مرکزي دفتر یې په عربو متحده اماراتو کې دی. 

اتصالات د ۲۰۰۷ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، او په ډیر لږ وخت کې د هیواد یو پرمختللي شرکت باندې بدل شو. اوسمهال اتصالات په ۳۴ ولایتونو او تر ۴۰۰ ډیرو ولسوالیو کې تر ۱۲۰۰۰ ډیرو څانګو په درلودلو سره، غږیزې او انټرنټي چوپړتیاوې افغانانو ته وړاندې کوي. پر دې برسیره اتصالات په ۳۳ ولایتونو کې د 4G پوښښ لرونکي دي.

موږ د عربو متحده اماراتو یو شرکت یو، چې زموږ د مشرانو د ژمنو سره سم د افغانستان هر اړخیز ملاتړ او بیا رغونې ته ژمن یو. موږ د فرصتونو په جوړولو او د هغو نعمتونو شریکولو ته چې رب موږ ته ته ډالۍ کړي له نورو سره د اقتصادي فرصتونو د جوړولو له لارې د افغانستان په څیر د پرمختګ په حال کې په شریکو باور لرو. په افغانستان کې د اتصالات فعالیت د عربو متحده اماراتو د اوږد مهاله ژمنتیا یوه برخه ده، ترڅو افغانستان سره د مشارکت او مرستې له لارې دا هیواد په یو ارام او سوکاله هیواد بدل کړي.

په اتصالات افغانستان کې، مونږ ژمن یو چې داسې کاري چاپیریال رامینځته کړو چې پرمختګ، ونډه او نوښت ته وده ورکوونکي وي. زمونږ کارکوونکي زمونږ تر ټولو لویه شتمني ده، او مونږ  تل هڅه کوو چې داسې کاري چاپیریال چمتو کړو چې هر کارکوونکی وکولی شي وده وکړي، ونډه واخلي او پرمختګ وکړي. د خپلو ارزښتونو سره - د پیریدونکو تمرکز، ګډ کار ته ژمنتیا او زړوره پریکړه کول دي. مونږ خپلو کارکوونکو ته ځواک ورکوو چې وضعیت وننګوي، پر وخت ګام پورته کړي او هر هغه څه چې مونږ یې ترسره کوو پیریدونکو ته باید په کې ځای او غوره والی ورکړل شي. زمونږ د کارکوونکو د ارزښت وړاندیز (EVP) پروګرام له لارې، مونږ یو متحرک او د وړتیا پر بنسټ کلتور ته وده ورکوو چې دوامداره زده کړې، مسلکي پراختیا، او د رهبرۍ پرمختګ په کې شامل دی. زمونږ روزنیز پروګرامونه او نړیوالو تخصصونو ته لاسرسی ډاډ راکوي، چې زمونږ کارکوونکي د مخابراتي چوپړتیاوو د تلپاتې ودې نړۍ په سر کې پاتې شي.

اتصالات د ټولنې په ملاتړ کې د اړین رول لوبولو او د ټولنیزو مسوولیتو ادا کولو ته ژمن دی. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې څخه زموږ ملاتړ، په بیلا بیلو برخو کې د لوبو پراختیا او د روغتیا، ښوونې او ښوونې او نورو ډیرو برخو کې د ټولنیزو مسوولیتو ترسره کول د افغانستان سره د اتصالات ګروپ د ژمنتیا ښکاره بیلګې دي.

همدارنګه، د افغانستان اتصالات د رومینګ له لارې د ۲۳۱ مخابراتي شبکو سره په ۱۱۶ هیوادونو کې د نښلیدنې او اړیکو بې سارې چوپړتیاوې وړاندې کوي. د یوې غوره راتلونکي لپاره، د عام وګړو د ژوند د ښه کولو، د کاري بوختیا په چمتو کولو، د سوداګرۍ د ودې او ملي اقتصاد سره د مرسته د یوې روښانه راتلونکي لپاره د اتصالات له ژمنو څخه دي.

د اتصالات شرکت

د اتصالات شرکت ځانګړنې    
 د اتصالات ګروپ  
د افغانستان اتصالات پیژندنه 
زموږ ژمنتیا   
د اجرائیوي مشر پیغام  
 د اتصالات سوداګریز نښان

logo

ځای

احسان پلازه، د حاجي یعقوب څلور لارې ته څېرمه، شهر نو، کابل افغانستان
۹۳۷۸۶۷۸۶۷۸۶+

 د covid-19 ګواښنه

د اتصالات آپلیکیشن راښکته کړئ.

  ټولو محصولاتو او چوپړتیاوو ته د سمدلاسه لاسرسی لپاره راښکته کړئ. 


آندروید
آیفون

MyEAApp